
ایکنانیوز د اناتولي خبري آژانس له قوله راپور راکړ، د ترکیې په لکونو خلکو په استانبول د ایران او مقاومتی جبهې په ملاتړ کې د سعادت ګوندد ځوانانو دڅانګې په بلنې سره واټونو ته ووتل او له استکبار او وحشی صهیونیسټي رژيمه ئې خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړ.
دغه لاریون د؛مونږ د ایران، لبنان او فلسطین دخوئيندو وروڼو ترڅنګ د صهیونیسټي دښمن په ضد دریږو؛ په عنوان سره ترسره شو.
داپه داسې حال کې دي چې په درستې نړئ کې دایران داسلامی جمهوریت د ولس او پوځ او دغه راز له مقاومتی جبهې څخه په ملاتړ او ورسره د امریکا او صهیونیسټي رژیم د جنایتو په ضد میلیوني لاریونونه هماغه راز دوام لري او استکباری اوصهیونیسټي لابئ ئې لالهانده کړي دی.
دترکیې داستانبول د ولس ددغه لکونوخلکو ولولناک لاریون په اړه ویډیوئي کلیپونه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4344498